ښځینه استاذ (د صحت مند ژوند زده کړې) in Laghman


Job Location: Laghman
Nationality: National
Employment Type: Part Time
Category: Other
Salary: د دفتر د معاشاتو د لایحې په اساس
No. Of Jobs: 80
Organization: SCA
Experience:
Contract Duration: د پروژې تر ختمیدو
Gender: Female
Education: دولسم پاس يا مدرسه او ځوارلسم پاس نجم المدارس او لسانس اشخاصو ته لومړیتوب ورکول کیږی
Closing Date: 2022-06-28

About SCA:

 :د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه

په افغانستان کې شاوخوا ۸۷٫۰۰۰ تنه زده کوونکي د سویډن د کمېټې ښوونځیو ته ځي. د دې کمېټې په کلنیکونو او روغتونونو کې هر کال له دوه ملیونه څخه زیاتو افغانانو درملنه کېږي، د دې تر څنګ د افغانستان لپاره د سویډن کميټه په هیواد کې معلولیت لرونکو کسانو سره مرسته کوي تر څو روغتیایي خدماتو ته لاسرسي ولري.  دا کمېټه په لرې پرتو سیمو کې د پرمختګ لپاره هم مرسته کوي. د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې له فعالیتونو څخه میرمنې، ماشومان او معلولیت لرونکي خلک ګټه پورته کوي. کله چې په کلیو او بانډو کې د کوچنیانو لپاره ښوونځي، د مور او ماشوم د مړینې د کمونې لپاره قابلې، او د معلولیت لرونکو کسانو لپاره مصنوعي غړي برابر شي، نو ژوند کول ډیر هوسا کیږي. مونږ خلکو ته دا توان ورکوو تر څو خپل ژوند ته تغیر ورکړي – بې له لوږې او با عزته ژوند د هر انسان حق دی، نه یوه شخصي ډالۍ.

د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه له ۶٫۰۰۰ ډیر افغان کارکونکي لري او ټول یې په دی هیواد کې د ثبات د راوړلو لپاره مرسته کوي. په لویه کچه پروګرامونه یې د هیواد په کلیو کې پلې کېږي. د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه د دې هېواد په ۱۴ ولایتونو کې فعالیت لري. له ۵۳ کلونو څخه د زیاتې مودې لپاره مونږ د جنګ او جګړو سربېره د هغو خلکو تر منځ پاتې شوې یو چې مونږ ته یې اړتیا درلوده. مونږ هوډ لرو چې افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته تر هغه وخت پوري ادامه ورکړو چې مونږ ته یې ورته ضرورت وي.

د افغانستان لپاره د سویډن کمېټه له ۳۰۰۰ څخه زیات بسپنه ورکونکي غړي لري، چې د سویډن د نړیوالې پرمختیایي اداره يې ترټولو لویه بسپنه ورکونکې اداره ده. د افغانستان لپاره د سویډن کمېته پر افغانستان د شوري یرغل باندې د اعتراض په توګه جوړه شوه. په ۱۹۸۱ م کال سویډن کمېټې د افغانانو لپاره د بشري مرستو په راټولو باندې پیل وکړ. یو کال وروسته دې کمېټې د افغانستان لپاره د پاکستان په پېښور کې خپل دفتر پرانېست او د شوروي له واک لاندې افغانستان کې یې څلور کوچنیو روغتونونو ته د درملو او وسایلو استول پیل کړل.

د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې د لومړي ځل لپاره په ۱۹۸۴م کال یو لومړنی ښوونځی د لومړي ځل لپاره پرانېست او درې کاله وروسته یې د کلیو په پراخیتا باندې لاس پورې کړ. د معلولیت لرونکو لپاره یې ۱۹۹۲م کال کې یو پرګرام په لاره واچاوه. له هغه وروسته تر دې دمه٬ دا کمېټه زمونږ د لرلید٬ له غربت، تاوتریخوالي، او تبعیض څخه د خوندي افغانستان لپاره کار کوي. دا کمېټه بیا ورو ورو د بشري مرستو د وړاندې کولو له ادارې څخه  یوې پرمختیایي ادارې ته واوښته.


Job Description:

 :د کار ساحه

د صحت مند ژوند زده کړې پروګرام د لغمان ولایت په شپږو ولسوالیو کې عملي کېږي ، او په هره ولسوالۍ کې به په لاندې ذکر تعداد ښځینه استاذان د پروژې د لایحې په اساس استخدام شي. علینګار (۲۵)، علیشنګ (۲۲)، بادپښ (۵)، دولت شاه (۱۰)، مهترلام (۱۰)، قرغه ئې (۸).

 :دندې او مسولیتونه

ددرسی صنف منظمول

دحاضری اخیستل په ورځنی ډول

 ددرسی پلان برابرول

. په اوونی کی شپږ ورځی دوه ساعته تدریس کول شاګردانوته (پښتوژبه، ریاضی ، اسلامیات اوصحت) په اړه

. په صنف کی دروغتیایی تعلیماتوجلسی دایرول

.په هرودری میاشتوکی د شاګردانوارزونه اوراپورورکول

   .ښه مفاهمه کول

.زحمت ايستل دکار په کاميابي کي

.دزده کونکو سره مناسب سلوک کول

.ښه روحيه لرل

لياقت او وړتيا

  .ښه مفاهمه کونکی وي  

.په دري ،پښتو باندي پوهيدل

 


Job Requirements:

 :د دندې شرایط

دولسم پاس يا مدرسه او ځوارلسم پاس نجم المدارس او لسانس اشخاصو ته لومړیتوب ورکول کیږی

استاد باید ښځینه وی او دتدریس لپاره باید کور کی ځای ولری

په کومه سیمه کی چی د د صحتمند ژوند زده کړی یا کلیوالی صنفونه جوړیږی امتحان ورکوونکی به د همغی سیمی اوسیدوونکی وی

د ازموینی په ورځ دی ټول ګډون کوونکی خپل تحصیلی اسناد او اصلی تذکره د ځان سره ولری

استاد باید په محلی ژبو بلدیت ولری

استاد باید بل ځای کی وظیفه ونلری او عمر یی باید د 20 کالو څخه پورته وی

استاد باید وظیفی ته متعهد وی او ورځ کی دوه ساعته تدریس شاګردانو ته وکړی

استادانو نه هیله مند یو چی  دخپل تحصیلی اسنادو کاپی سره دسی وی دفتر ته وسپاری


Submission Guideline:

:د غوښتنلیک پروسه

Vacancies.ermo@sca.org.af

په شرایطو برابر کاندیدان کولاې شي، خپله سي وي ذکر شوي ایمیل آدرس ته واستوي.  او یا خپل اسناد د سویډن کمېټې جلال آباد دفتر، او لغمان دفتر ته په ټاکل شوې موده کې وسپاري او یا هم د معارف مدیریت ته خپل اسناد وسپاري.

  د فراغت اصلي اسناد به  د استخدام د پروسې په جریان کې کتل کېږي.  دسی وی لیږلو پر وخت ، د ایمیل موضوع په لاندې شکل ولیکئ.    

ولسوالۍ نوم – استاذ – HRM / JRMO109-22  . یواځې په شرایطو برابر ښځینه ښوونکي کاندیدان کولاې شي ، خپل اسناد ولېږي.

د ولسوالۍ پر اساس د بست تعداد په لاندې ډول دی:  علینګار (۲۵)، علیشنګ (۲۲)، بادپښ (۵)، دولت شاه (۱۰)، مهترلام (۱۰)، قرغه ئې (۸). فقط په شرایطو برابر کاندیدان به تحریري امتحان او مصاحبې ته غوښتل کېږي.


Submission Email:

vacancies.ermo@sca.org.af



Who we are?

Afghanistan has one of the slowest internet speeds in the world. Broadband connection is not available in everywhere and mobile data as a most used way to connect to the world is very expensive. Job search portals are very heavy and takes lots of time to load; therefore making it very hard and time-consuming for job seekers to find their dream job. To address this problem we launched Afghanistan's first speed optimized job search portal, with at least 15 times faster load time and maximum 200 kbs page size.



More Jobs


Social Organizer

Construction Project supervisor (Local Residence)

Construction Project supervisor (Local Residence)

Construction Project supervisor (Local Residence)

Senior English Trainer

Sales& Business development executive

Consultants / Subject Matter Experts

Consultants / Subject Matter Experts

Enumerator

Audit Trainee | Audit Associate | Audit Senior


© Copyright 2020 93AFG.COM | All Rights Reserved