Lectures (معالجوي طب او ستوماتولوژی) in Kabul


Job Location: Kabul
Nationality: National
Employment Type: Full Time
Category: Other
Salary: As Per Company Salary Scale
No. Of Jobs: 27
Organization: Rokhan Group
Experience: 3 Years
Contract Duration: One Year (Extendable)
Gender: Male/Female
Education: MD, DMD
Closing Date: 2022-12-28

About Rokhan Group:

بايزيد روښان د لوړو زده کړو مؤسسه، د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت سره په ۲۴/۱۲/۱۳۹۴ نېټه په مسلسله (۱۲۲) شمېره او د ثبت په (۱۱۲۱) شمېره ثبت شوې نادولتي تحصیلي مؤسسه ده چې د کابل ښار د اتمې ناحيې په نوې کارته کې موقعيت لري. نوموړې مؤسسه په معالجوي طب، ستوماتولوژي او حقوقو او سياسي علومو پوهنځيو کې د لوړو زده کړو له وزارت څخه د فعاليت جواز لري او په يادو پوهنځيو کې يې هېوادوالو ته د لېسانس تر کچې د لوړو زده کړو زمينه برابره کړې ده.

نوموړې تحصيلي مؤسسه د يو معياري تحصيلي نهاد په توګه د هېواد د نافذو قوانينو په رڼا کې له ملي او نړيوالو معيارونو سره سم علمي، تدریسي او روغتيايي خدمات وړاندې کوي. د تدريس لپاره آرام چاپېريال، د طبي پوهنځيو د محصلينو لپاره په عصري وسايلو سنبال او مجهز تدريسي روغتون، د حقوقو پوهنځي لپاره مجهز حقوقي کلينک او د عملي زده کړو معياري مرکز او نورې ټولې تدريسي اسانتياوې لري.

د مؤسسې لرليد: بايزيد روښان د لوړو زده کړو مؤسسه هڅه کوي چې د درسي خدماتو د وړاندې کولو له لارې د هېواد په کچه پر يو معتبر تحصيلي نهاد بدل شي.

د مؤسسې ماموريت: بايزيد روښان د لوړو زده کړو مؤسسه په هېواد کې د باکيفيته درسي او څېړنيزو خدماتو په وړاندې بوخته ده او ددې ټولنې د وګړو د سالمې روزنې په موخه معياري تحصيلي او څېړنيز خدمات وړاندې کوي


Job Description:

Duties and Responsibilities for the position

د دندې موخه: تدريس، تحقيق او د خدماتو وړاندې کول

د دندو شرحه:

معالجوي طب پوهنځی په لاندې مضامينو کې ۱۷ بستونه:

عمومي جراحی ۲ بستونه، اعصابو جراحی ۱ بست، اطفالو جراحی ۱ بست، نسايي ولادی ۲ بستونه، عمومي داخله ۲ بستونه، ارتوپيدی ۱ بست، فزيالوژی ۲ بستونه، بيولوژی ۱ بست، انستيزي، ۱ بست،  فارمکالوژی ۲ بستونه، اناټومی ۱ بست، صحت عامه ۱ بست،

 ستوماتولوژي پوهنځی په لاندې مضامينو کې (۱۰) بستونه:

جراحی وجه وفک، ۲ بستونه،  پروستودونتيک ۲ بستون،  پريودنتولوژی ۱ بس، اناټومی ۲ بستونه، د غاښونو داخله (داخله دندان) ۱ بست، صحت عامه،  بست ستوماتولوژی اطفال، ۱ بست.

د دندو شرحه:

د وخت او حاضرۍ پابندي.

د مؤسسې د ټولو کاري لوايحو مراعت کول.

د همکارانو او محصلانو سره نېکه رويه او د قوانينو سره سم چلند کول.

د اړوند مضمون يا مضامينو د تدريس لپاره کورس پاليسي، د تدريس د پرمختګ او تدريسي پلانونه ترتيبول.

د اړوند مضمون يا مضامينو لپاره درسي موادو ترتيبول او د  محصلينو په واک کې ورکول.

محصلانو ته د ساحوي او لابراتواري کارونو په اړه لارښوونه کول.

د مهالوېش له مخې د نظري او عملي درسونو پر مخ بيول.

د اکاډميکو فعاليتونو لپاره مهالوېش ترتيبول.

په درسي ساعتونو کې د محصلينو حاضري کنترولول.

د محصلانو او علمي کادر غړو ته د قوانينو مطابق لارښوونه کول.

د علمي کنفرانسونو، سيمنارونو او ورکشاپونو وړاندې کول.

د علمي کنفرانسونو، سيمينارونو او ورکشاپونو ارزونه کول.

په کمېټو، غونډو او نورو علمي محافلو کې ګډون کول.

د پوهنځي په پرمختګ کې مسؤلانه ونډه اخستل.

په اړونده برخه کې د علمي سويې لوړول.

د علمي صلاحيت له  مخې د درسي ممدو کتابونو ژباړه، تاليف او ترتيبول.

په معتبرو ملي او نړيوالو ژورنالونو کې د مقالو او څېړنو خپرول.

د پوهنځي د درسي نصاب د پراختيا او معياري کولو په برخه کې فعاله ونډه لرل.

علمي، فرهنګي او ساحوي کارونو ته د محصلينو هڅول.

د لوړو زده کړو وزارت د قوانينو او د علمي کادر د غړو د اکاډميک فعاليت د لايحې له مخې نورې دندې چې د واک لرونکو مقاماتو له خوا ورته وسپارل شي.


Job Requirements:

  • لږ تر لږه د ماسترۍ تر کچې لوړې زده کړې ولري يا يې تخصص بشپړ کړی وي.
  • پخپل مسلک کې لږ ترلږه د استاد په توګه د دندې درې کلنه تجربه ولري.
  • د کمپوټر MS Office پروګرام سره بشپړه اشنايي ولري.
  • په پښتو او دري ژبو حاکمیت او انګلیسي ژبې سره بلدتيا ولري.
  • اداري کارونو کې مهارت او د تضمین کیفیت اړوند معیارونو سره بلدتیا ولري.
  • د کمپيوټر د افس له ټولو پروګرامونو او په ځانګړي ډول پر MS Word, MS Excel, MS Power Point پروګرامونو بشپړ تسلط ولري.
  • له هېواده دباندې فارغانو تحصيلي اسناد بايد د لوړو زده کړو وزارت د اړوندو مراجعو څخه تائيد شوي وي.


Submission Guideline:

د غوښتنليک عنوان کې فقط د مضمون نوم وليکئ.  پرته له دې به غوښتنليک ونه منل شي.

يواځې له شارټ لېسټ شويو اشخاصو سره به تليفوني تماس ونيول شي.

پر شرايطو برابر کانديدان کولی شي چې د اعلان د پيل د نېټې څخه تر شل ورځو خپلې لنډې سوانح يا سي وي CV په سافټ بڼه په لاندې ايميل ادرس راواستوي.

آدرس: کابل ښار، اتمه ناحيه، نوې کارته، د نانوايي تمځی.

info@bayazidrokhan.edu.af

د لا ډېرو معلومااتو لپاره په لاندې نمبر اړيکه نيولی شئ.

Contact#:0093783226699


Submission Email:

info@bayazidrokhan.edu.af & rokhangroup@hotmail.com



Who we are?

Afghanistan has one of the slowest internet speeds in the world. Broadband connection is not available in everywhere and mobile data as a most used way to connect to the world is very expensive. Job search portals are very heavy and takes lots of time to load; therefore making it very hard and time-consuming for job seekers to find their dream job. To address this problem we launched Afghanistan's first speed optimized job search portal, with at least 15 times faster load time and maximum 200 kbs page size.



More Jobs


Field Data Collection and Verification Officer

Principle, Administrative Director, Finance Manage

Youth Educators

Food Distributor (Multiple Vacancies)

Lectureship( Business Administration & Compute

Sales Representative

کارمند ثبت ژورنال (دیتا انتری)

Project Manager

Quality Control Engineer

Salesman


© Copyright 2020 93AFG.COM | All Rights Reserved